افغانستان کې د ښځو په ګډون د بندیانو شمېر ۱۶ زرو ته رسېدلی

په افغانستان کې د ا.ا حکومت وایي، د ښځو په ګډون ۱۶ زره کسان په محبسونو کې بندیان دي. دغه شمېر نژدې اته میاشتې وړاندې۱۲ زره وو، چې د بندیانو کمساری زیاتوالی ښيي.
په داسې حال کې چې څه کم دوه کاله وړاندې، کله چې ا.ا واک ته ورسېدل، د جمهوري حکومت پر مهال ټول بندیان سوي کسان وتښتېدل او ظاهراً ټول محبسونه خالي سول.
د ا.ا حکومت د زندانونو عمومي مشر نږدې اته میاشتې وړاندې بي بي سي ته تایید کړې وه چې د افغانستان په ټولو بندیخانو کې ۱۲ زره او ۵۰۰ کسان ساتل کېږي.
شاوخوا درې نیمې میاشتې وړاندې د کمکي اختر په مناسبت دا.اد حکومت سترې محکمې اعلان وکړ چې څه کم ۲۵۰۰ بندیان یې خوشي کړي او د نژدې ۵۰۰ نورو د بند په موده کې یي لږوالی را وستی دی.