د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اندونيزيا کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو سره کتلي

د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست مرستیال په مشرۍ د سرپرست حکومت یوه پلاوي اندونیزیا ته سفر کړی دی. د دې وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل پر خپل ټویټر لیکلي، دې پلاوي په اندونيزيا کې د افغانستان له سفارت څخه ليدنه کړې او همداراز په اندونيزيا کې یې له یو شمېر عالمانو، سياستوالو او سوداګرو سره هم لیدلي دي. د تکل په خبره، د سرپرست حکومت پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د سريلانکا، بنګلهدېش او سینګاپور له سفيرانو او شاژدافیرانو سره هم ليدلي او د دوه اړخیزو اړيکو د ټینګښت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.