د لښکرګاه ښار بڼې تیرو دوو کلونو کي لوی توپیر کړی دی.
دا لښکرګاه ښار دی، هغه ښار چې تیر دوه کلونه وړاندي به هره ورځ د جنګ، جګړو او ناخوالو شاهد وو خو اوس یې بڼې بدلون کړې دی او اوسیدونکي یې په ډاډمنه فضا کي ژوند کوي!
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار چې تازه یې د اوسیدونکو روح آرام اخیستی، په ډېر کم وخت کې د لښکرګاه ښاروالۍ په هڅو دا ښار په رنګونو پوښل سوی او پراختیایي کارونو ته یې د بل هر وخت په پرتله توجه زیاته سوې.
لښکرګاه ښاروالۍ په روان کال کې د ښاري نظم، سمسورتیا او ښکلا لپاره خورا لوړ اهداف ټاکلي دي، یاد ریاست د روان کال په جریان کې د لښکرګاه ښار په مختلفو برخو او واټونو کې پراختیایي کارونه پیل کړي دي چې د لښکرګاه ښار د څلور لارو چوکونه، عمومي جادې او د ښاري نظم، پاکوالي او ښکلا لپاره رغنده پروژې پکښي شاملي دي، چې د ځینو څلور لارو او جادو د بیا رغونې چاري جریان لري.
د لښکرګاه ښاروالۍ ریاست د مسؤلینو په وینا: د ښار په بیلابیلو برخو کې یې په نوي ډیزاین او د نوي عصر مطابق چوکونه جوړ کړي دي او تخریب سوي څلور لاري یې بیا ترمیم کړي دي، په دغه ښار کې یې سلګونه سولري پایې په برقي پایو بدلي کړي دي تر څو د ښار هره برخه روښانه وي او ټول ښار ته یې د شپي د خوا ښکلا ورکړې وي. د دوی په خبره، ښار یې د پخوا په پرتله د برقي سیستم له لاري ښکلی کړی دی او د رود پل یې چې پخوا ورباندي تیریدونکي موټرونه او کسان د ستونزو سره مخ وه، د څراغونو په مرسته روښانه کړی دی.
د ښاغلي ابشار په خبره دوی پلان لري چې په راتلونکي کال کې په نوي طرحي سره د ښار دننه پارکونه، نوي څلور لاري، لښکرګاه ښار ته داخلیدونکې دُخولي دروازه هم جوړه کړي او د هلمند ـــــ کندهار پر لویي لاري باندي په څراغونو سمبال ګلدانونه هم جوړ کړي.
بلخوا بیا د لښکرګاه ښار اوسيدونکي په دغه ښار کې د پراختیایي او بنسټیزو کارونو څخه خوښ دي او تمه لري چې د ښار په ټولو برخو کې دغسي اساسي کارونه ترسره او نوره توجه هم ورته وسي.
د یادوني وړ ده چې د لښکرګاه ښاروالۍ لخوا دا بنسټیز کارونه داسي مهال ترسره کیږي چې تر نن ورځي پوري په دغه ښار کې دومره چټک او پراختیایي کارونه نه وه ترسره سوي خو لښکرګاه ښاریان لا هم د داسې ډیرو رغنیزو کارونو غوښتوونکي دي.
محمد نسیم شاکر
سکون راډيو