د پامیر سړک منظور سوی او ډېر ژر به یې چارې پیل سي
د قومونو او قبایلو سرپرست وزیر د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر له قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د پامیر سړک منظور شوی او په نږدې راتلونکي کې به یې چارې پیل سي.