د ۳ هېوادونو د لوبغاړو د موی تای سیالۍ؛ افغانستان لومړی مقام وګاټه

Dec 25, 2021 - 19:18
 17
د ۳ هېوادونو د لوبغاړو د موی تای سیالۍ؛ افغانستان لومړی مقام وګاټه

د افغانستان په نیمروز ولایت کې د افغان، ایراني او پاکستاني موی تای لوبغاړو ترمنځ سیالۍ کې افغانستان لومړی مقام خپل کړ.

د افغانستان د موی تای فدراسیون مسول مطیع الله نوري رسنیو ته وویل چې دا سیالۍ د پنجشنبې په ورځ پیل او پرون ماښام پای ته ورسېدې: "دا مسابقات بین المللي وو، په نیمروز ولایت کې ترسره سول، ۱۹ فایټه و، پاکستان دوه مډاله وګټل او افغانستان ۱۷. افغانستان بریالی سوی دی."

په دې سیالیو کې چې د نیمروز د لوبغاړو په کوربه توب ترسره سوې، ایران دویم او پاکستان درېیم مقام ترلاسه کړ.