د طالبانو د رژیم د مالیې وزارت ۴ کسېز پلاوی پاکستان ته تللی

د طالبانو د رژیم د مالیې وزارت یو څلور کسېز پلاوی پاکستان ته تللی دی.
د طالبانو د رژیم مرستیال ویاند انعام اله سمنګاني پر ټویټر لیکلي دي چې دا پلاوی به له پاکستاني لوري سره د درې ورځو په مخه د مضاعف مالیې په تړاو خبرې وکړي.
ښاغلي سمنګاني په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د رئیسه پلاوي غړي اذرخش حافظي رسنیو ته وویل چې له مضاعف مالیې څخه یو هدف دا دی چې اوسنی مالیه دوه برابره سي، بل هدف یې دا دی که یوه کس په افغانستان او پاکستان کې پانګونه کړې وي له یوې پانګې دواړو هېوادو ته مالیه ورکړي.
ښاغلي حافظي زیاته کړه: "که د دوی مطلب دا وي چې دا مالیې په افغانستان کې دوه برابره کړي له دې سره به یو اقتصادي ناورین رامنځته سي چې خلک به بیا پانګونې ته په هېڅ ډول زړه ښه نه کړي."
ټاکل سوې ده چې د طالبانو پلاوی د پنجشنبې په ورځ بېرته کابل ته ستون سي.