طالبان: د هلمند،کندهار او ارزګان سیلاب ځپلو سیمو ته مو مرستندویه ډلې استولې

طالب چارواکي وايي، هلمند،کندهار او ارزګان ولایتونو کې یې سیلاب ځپلو سیمو ته مرستندویه ډلې استولې دي.
دې ولایتونو کې د وروستیو سختو ورښتونو وروسته زیان اړونکې سیلابونو راوتلي وو.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د وضعیت د کابو کولو لپاره هڅې روانې دي.
مجاهد وویل:" مرسته رسونکو ډلو ځانونه سیمې ته رسولي دي. ان شاء الله د وضعیت د کنټرول په حال کې یو. که څه هم د تلفاتو کوم راپور نه شته، خو هغه کسان چې په سيلابونو کې بند پاتې وو، د هېلوکوپټرو په وسیله ژغورل سوې دي. "
له دې سره هم مهاله د طالبانو د حکومت د رئیس الوزار د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له پېښو سره د مبارزې کمېسیون په خپله غونډه کې ټولو ادارو ته دنده ورکړې چې د وروستیو وروښتونو له کبله زیانمنو شویو کورنیو ته دې مرسته ورسوي.