سیګار: له هرو درېیو افغانانو یو یې له قحطۍ سره مخ دی

Dec 29, 2021 - 18:26
 13
سیګار: له هرو درېیو افغانانو یو یې له قحطۍ سره مخ دی

په افغانستان کې له هرو درېیو وګړو یو یې د خوړو له کمښت سره مخ دی.

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې مفتش یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي له لوږې او قحطۍ سره مخ دي.

د سیګار په راپور کې راځي چې په افغانستان کې له هرو درېیو وګړو یو یې له قحطۍ سره مخ دی.

سرچینه همدا راز وايي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره ۱۴۶ میلیارده ډالر مرسته وکړه خو لا هم دغه هېواد له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د سیګار په راپور کې راځي چې یوازې د افغان ځواکونو په روزنه شاوخوا ۸۹ میلیارده ډالر لګول شوي دي چې دمګړی هر څه په صفر کې ضرب شول.

یاده سرچینه د بشري حقونو او ښځینه وو د پرمختګ په برخه کې هم لګښتونه بېځایه بولي او په وینا یې شته لاس ته راوړنې په سیند لاهو شوې دي.