اسلامي امارت: افغانستان کې د چین د 'یوه کړۍ یوه لاره' پروژې ملاتړ کوو

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي د چین او پاکستان د بهرنیو له وزیرانو سره په ناسته کې ویلي، حکومت یې په افغانستان کې (د یوه کړۍ یوه لاره) اقتصادي پروژې ملاتړ کوي.
ښاغلي متقي وايي حکومت یې لیواله دی: "د دې پروژې له لارې افغانستان په سیمه ییز اتصال کې ګټور رول ولوبوي."
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دا لومړی ځل دی چې طالبان د افغانستان، چین او پاکستان بهرنیو چارو وزیران په درې اړخیزه ناسته کې ګډون کوي.
د چین - پاکستان له اقتصادي دهلیز 'سیپک' سره د افغانستان د نښلولو په اړه لومړنۍ هوکړه په ۲۰۱۷ کال کې شوې وه. خو په افغانستان کې امنیتي حالت ته په کتو د پام وړ پرمختګ پکې ونه شو.
چین تمه لري دغه دهلیز د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته وغځوي.
چین د (یوه کړۍ یوه لاره) اقتصادي نوښت په ۲۰۱۳ کال کې پرانیست او غواړي له دې لارې سلګونه میلیارده ډالره پانګونه وکړي.
اقتصادي کارپوهان وايي چین غواړي د دغې سترې پروژې له لارې د اقتصاد تر څنګ خپل سیاسي اغېز هم په سیمه او هم نړۍ کې پراخ کړي.
پاکستان کې بیا چین د دې پروژې له لارې پانګونه کې د سړکونو، اورګاډي پټلیو او غازو نل لیکو جوړولو ته لېوالتیالري، چې د ګوادر له لارې د چین لوېدیځ کاشغر ښار سره ونښلوي.