عمران خان: یوه ځواکمن هېواد راته وویل، روسیې ته دې ولې سفر کړی؟

Apr 1, 2022 - 20:02
 15
عمران خان: یوه ځواکمن هېواد راته وویل، روسیې ته دې ولې سفر کړی؟

د پاکستان لومړي وزیر عمران تېر ماښام پاکستانیانو ته وینا کې ویلي، د ده پر ضد د بې باروۍ تحریک پایله چې هر څه وي، تر پایه به مبارزه کوي او په وینا یې پایله کې به لا نور پیاوړی شي.

ښاغلي خان په خپله وینا کې ادعا وکړه، چې د حکومت پر ضد یې توطئه چمتو شوې، چې په خبره یې جرړې یې په بهر کې دي.

نوموړي په دې لړ کې د یوه لیک یادونه وکړه او په خپله وینا کې یې په تېروتنه د امریکا نوم واخیست، چې ګواکې دا لیک له هغه هېواده استول شوی، خو ښاغلي خان ژر خپله خبره اصلاح کړه او ویې ویل هدف یې امریکا نه دی، خو له یوه 'ځواکمن ' هېواده دا لیک استول شوی دی.

ښاغلي خان پلازمېنه اسلام اباد کې امنیت ډایلاګ نومي فورم ته وینا کې ادعا وکړه چې د خپلواکې بهرنۍ پالیسي له کبله پاکستان په نړیواله کچه عزت موندلی.

نوموړي زیاته کړه: ''موږ ته یوه ځواکمن هېواد په ډېره نارضایتي وویل چې ولې مې روسیې ته سفر وکړ، دوی غوسه شول. ''

له دې مخکې په اسلام اباد امنیت ډایلاګ فورم کې د ښاغلي خان ګډون په هکله د پاکستان حکومت په یوه اعلامیه کې ویل شوي و، د بې باورۍ تحریک په هکله به د تګلارې چمتو کولو لپاره د ښاغلي خان په مشرۍ د سیاسي کومېټې غونډه هم وشي.

پرون د پاکستان ملي امنیت شورا په غونډه کې د دې لیک محتوا او ژبه غیر سفارتي وبلل شوه او دیپلوماتیکو تشریفاتو پام کې نیولو سره د ځواب غوښتنه وشوه.

بل لور د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویندویانو د یوې خبري غونډې پر مهال اړوند پوښتنې ته ځواب کې ویلي، پر امریکا لګېدلي تورونه رښتیا نه دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کاتي بیډنګفیلډ یوه خبرې غونډې ته د دې ادعاوو په هکله وویل: ''دا بیخي رښتیا نه دي. ''

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه بل ویاند نیډ پرایس بیا په دې هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ''موږ د پاکستان وضعیت څارو، د پاکستان قانوني بهیر ته درناوی کوو، خو پر امریکا لګېدلي تورونه رښتیا نه دي. ''

د یادونې ده چې پرون د اپوزېسیون ګوندونو له پرلپسې ټینګار سره سره، د پاکستان پارلمان یا قامي اسمبلۍ مرستیال مشر پر لومړي وزیر د بې باورۍ تحریک په هکله بحث د یکشنبې ورځې ته وځنډاوه.

تازه معلومات ښي، چې اوس د پاکستان قامي اسمبلۍ ۱۴۰ غړي د بې باورۍ تحریک لړ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند او ۱۹۶ غړي د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد ملاتړ کوي، چې پرون پنجشنبه یې ۱۷۴ کسانو په پارلمان غونډه کې ګډون کړی و.