فايق: افغانستان کې جنسيتي تجريد شتون لري.

Oct 22, 2022 - 18:05
 28
فايق: افغانستان کې جنسيتي تجريد شتون لري.

فايق: افغانستان کې جنسيتي تجريد شتون لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست وايي، جنسيتي تجريد  په افغانستان کې له اساسي حقوقو څخه د ښځو او نجونو د محروميت او کمزورتيا سبب سوى دى٠

نصير احمد فايق د جمعې په ورځ ناوخته اکتوبر ٢١ (تلې ٢٩) د ملګرو ملتونو د ټولنيزو، فرهنګي او بشري چارو په عمومي ناسته کې وويل چې د افغانستان ښځې او نجونې په ټولنيزو، سياسي او اقتصادي برخو کې په سيستماتيک ډول د حزف کېدو له ګواښ سره مخ دي

هغه زياته کړه:"د ا.ا. لخوا د ښځو ازار او ځورولو د هغوى خصوصي او ټولنيز ژوند اغېزمن کړى دى- د فرمانونو په صادرولو سره د تحميلي حجاب او شرعي محرم لرل د ښځو او نجونو د ازادۍ سلبولو سبب سوي دي٠

دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې يو کال په تېرېدو سره پر افغانستان د ا.ا تر حاکميت وروسته متوسطه او لېسو ښونځيو ته د نجونو د تګ مخه نيول سوې او په سياسي، ټولنيزو او کاري برخو کې د ښځو ونډه هم کمرنګه سوې ده٠

سکون راډیو