قطر د افغانستان د سقوط مخنیوي لپاره د نړیوالو ترمنځ د اجماع غوښتنه کړې

Nov 6, 2021 - 12:22
 12
قطر د افغانستان د سقوط مخنیوي لپاره د نړیوالو ترمنځ د اجماع غوښتنه کړې

د قطر مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د افغانستان د سقوط مخه باید ونیول شي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني پرون د لړم په ۱۴مه نېټه د سلووینیا پلازمېنه لیوبلیانا کې له خپل سیال انزې لوګر Anze Logar سره په ګډ خبري کنفرانس کې په دې برخه کې چې د افغانستان د سقوط د مخنیوي لپاره باید څه وشي؟ د نړیوالې اجماع غوښتنه وکړه.هغه د دې اړتیا یادونه هم وکړه چې نړیوال باید د ترورېزم پرضد د مبارزې برخه کې د افغانستان له لوري جدي ګامونه وویني، نو ځکه هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د منزوي کولو پرځای له بېلابېلو افغانانو سره تماس وساتي.هغه د دې اړتیا یادونه هم وکړه چې نړیوال باید د ترورېزم پرضد د مبارزې برخه کې د افغانستان له لوري جدي ګامونه وویني، نو ځکه هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د منزوي کولو پرځای له بېلابېلو افغانانو سره تماس وساتي.