د ترکیې د سوداګرو او صنعتکارانو ټولنه په افغانستان کې خپله استازولي پرانیزي

د ترکیې د سوداګرو او صنعتکارانو خپلواکه ټولنه غواړي په افغانستان کې خپله استازولي پرانیزي.
د دغې ټولنې يو پلاوي تېره ورځ ناوخته د طالبانو د حکومت د رئیسالوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په ليدنه کې دوی ته په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د زمينې د برابرولو غوښتنه کړې.
د ارګ له لوري په يوه خپره سوې خبرپاڼه کې ويل سوي چې د طالب چارواکو له لوري دوی ته د امنيت او په نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل سوی دی.
د ترکيې هېواد د سوداګرو او صنعتکارانو خپلواکه ټولنه د انرژۍ، کانونو، کرنې او روغتيا په ګډون په ۱۷ برخو کې فعالیت لري او د ۱۱ زره غړو او ۲۷ میلیارده ډالره صادراتو په لرلو سره په ۹۵ هېوادونو کې استازولۍ لري.