ناټو سرمنشي: د طالبانو بیا راتګ د افغانانو لپاره یوه تراژیدي ده

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدل د افغانانو لپاره یوه تراژیدي او د هغو هېوادونو لپاره چې تېرو شلو کالو کې افغانستان کې ښکېل وو، خواشینوونکی حقیقت دی.
ښاغلي سټولټنبرګ پنجشنبه بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل، اوس باید پر دې فکر وشي چې د افغانستان له ماموریته څه درس زده کولی شو.
خو د ناټو سرمنشي ټینګار وکړ چې افغانستان کې یې ماموریت او قربانۍ ضایع شوې نه دي او مهمې لاسته راوړنې یې هم درلودې.
هغه وویل، ناټو اجازه ورنکړه چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شي او په تېرو شلو کالو کې له دې هېواده پر ناټو هېوادونو کوم ترهګر برید نه دی شوی.
نوموړي وویل: "موږ په افغانستان کې له یو سخت حالت سره مخ وو. یا به مو پوځیان ایستل او د طالبانو بیا راتګ ته به مو غاړه کېښوده. موږ په دې خطر پوهېدلو. بل غوراوی دا و چې هلته پاتې شوي وای. که داسې مو کړي وای نو جګړه به غځېدلې وه، لا ډېر قربانیان به مو ورکول او شاید دې ته هم اړتیا پېښه شوې وای چې افغانستان ته نور پوځیان ولېږو. په اخر کې مو له اوږدو سلا مشورو وروسته پرېکړه وکړه چې افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ختم کړو".