هلمند بست دولتي د نباتي غوړیو شرکت سږکال ۲۰۰ ټنه غوړي تولید کړي دي.

دهلمند بُست تصدۍ فابریکه ۵۳ کاله وړاندې د علحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې ده د پنبې د مالوچو ترڅنګ، غوړي، صابون، کونجاره او پوستک تولیدوي.

Jan 11, 2024 - 18:47
Jan 12, 2024 - 04:25
 311
هلمند بست دولتي د نباتي غوړیو شرکت سږکال ۲۰۰ ټنه غوړي تولید کړي دي.

د هلمند بست دولتي  د نباتي غوړیو شرکت مسوولین وایې ، سږکال یاد شرکت ۲۰۰ ټنه نباتي غوړي تولید کړي دي  چې ددې له جملي څخه ۱۹۱ ټنه مالوچ پکې شامل دي. 

 د یاد شرکت تجارتي مرسیتال  حمیدالله مظهري سکون راډیو ته وویل ؛  د هلمند بست د نباتي غوړیو دولتي شرکت په ۱۴۰۲  هـ ش کال په جریان کې ۲۰۰ ټنه غوړي تولید کړي چې دیادو غوړیو ترڅنګ ۱۹۱ ټنه مالوچ هم تولید شوي دي . 

نوموړي وایې «یاد شرکت ۵۰ کلني تجربي په لرلو سره یې تولیدات سم دي نو ځکه پیریدونکي  یې زیات دي ،زیات خلک د همدې غوړیو څخه زیاته استفاده کوي .»  

هغه وویل : «اوس مهال په ښار کې یو کیلو غوړي بیه ۷۰ افغانۍ ده  چې نورو غړیو ترڅنګ یې بیې ښکته دي او خلک هم کولای شي چې دیادو غړیو څخه استفاده وکړي »  

مظهري  زیاته کړه « په پلان کې شته د هېواد نورو ولایتونو ترڅنګ د همدي شرکت غوړی نورو تولیدات بهرنیو هیوادونو ته صادرکړو .» 

دده په وینا تراوسه پوري کوم قرارداد نه لرو خو هڅې مو پیل کړي او وزارت ته مو وړاندیزونه لېږلي دي ترڅو نړۍ وال بازار ورته پیداکړو . 

په ورته مهال بیا د هلمند د صنعت او  سوداګري خوني مسوول غلام یحی پښتون  سکون راډیو ته وویل ؛«  که چیري یاده شرکت چې ۵۰ کلنه مخینه لري که چیري ماشنیري او نورو برخي یې عصري  ورغول شي هم به خلکو ته د کار زمینه برابره سي او بل به یې تولیدات تردي لاهم زیات سي.» 

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي هم د یادي فابریکې د غوړیو څخه زیات خوښي څرګنده وي دوي وایې«  په دغه ورستیو کې د یادې فابریکې د غوړیو کیفت ښه سوي دي او د خلکو لپاره اقتصادي هم تمامیږي.»  

سمیع الله چې دهلمند اوسیدونکی دي له تیرو څو میاشتو راهیسې اوس د هلمند د پنبې دانې غوړي استعمال کوي. 

ده وویل« موږ خپله دا غوړی پخپل کور کې استعمال کوو، ډیر ښه دي. هیڅ تاوان نلري او د غوړیو کیفیت هم ښه دئ.»  

په هلمند کې د پنبي دانې د غوړیو پلورونکي عبدالله چې د هلمند ولایت لښکرګاه ښار په سولی څلور لاري کې هټۍ لري ، له خپل کاروباره خوښ دي .  

هغه وویل « په دي وروستیو کې یې زموږ کاروبار ښه سوی دی ، هره هروځ خلک راځې او زموږ له دوکان څخه غوړی رانیسې او خلک اوس زیات خوشحاله دي، مخکې دهلمند اوسیدونکو او د ولسوالیو خلکو دغه غوړي زموږ څخه نه رانیول .»  

دیادونې وړ ده بست دولتي د  پنبی او نباتي غوړیو فابریکه چې د پخوانې پاچا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د واکمني پرمهال د روسانو لخوا دلته جوړه سوي ده یاده فابریکه هرکال د پنبې له پروسس څخه غوړي ، صابون ، کنجاړه ، پوستک ، او دوه ډوله  د مالوچو تولیدات لري  چي په کال کې تر ۳۰ زره ټنو مالوچو زیاتو د پروسیس ظرفیت لري. 

حافظ احمد نصرت 

سکون راډیو