هلمند دولتي پوهنتون کي د ښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل سول.

Oct 5, 2022 - 17:32
 21
هلمند دولتي پوهنتون کي د ښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل سول.

 د میزان یا تله ۱۳ چي د اکتوبر میاشتي له پنځمي نیټې سره سمون خوري د ښوونکي نړیوالې ورځي په نوم نومول سوې ده

د نړۍ خلک د ښوونکي مقام ته د احترام سر ټیټوي ستاینه او درناوی یې کوي

هلمند پوهنتون هم د همدې ورځي د درنښت په پار شانداره مراسیم نیولي وه او د ښوونکي  نړیواله ورځ یې ولمانځل،په همدي مراسیمو کي د پوهنتون استادانو،لیکوالانو ،د فکر او نظر خاوندان ترڅنګ ګڼ شمیرزده کړیالانو هم ګډون کړې وو.

د هلمند پوهنتون ریس انجینر سورګل عبدالرحمان وویل: ښوونکي د ټولني د ملا تیر حیثیت لري،کله چي د ملا تیر نه وي او یا هم خپل عادي حالت له لاسه ورکوي همدارنګه ټولنه هم بغیر له ښوونکي فلج ده او خنډونو سره مخ ده.

د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر سیمع الله سعید د ښوونکي د نړیوالي ورځي د مبارکي ترڅنګ د ښوونکو هلي ځلي او کوښښونه وستایل او زیاته یې کړل چي ښوونکي دي چي نن یې له برکت پرمختګونه او ټولني ته شخصیتونه وړاندي سوې دي.

د ښوونکو په استازیتوب استاد حمیدي د ښوونکو د ستونزو یادونه وکړل او له اړوندو ادارو او بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړل ترڅو د ښوونکو ستونزو او غوښتنو ته پاملرنه وکړي ترڅو هغوي په پور انژري سره ټولني ته کار او خدمت وکړې

د زده کړیالانو په استازولۍ قدرت الله صمدي د خپلو ښوونکو له هڅو او کوښښونو مننه وکړل او زیاته یې کړل چي تل به د خپلو ښوونکو هغه هیلي چي دوی تري لري پوره کړي او د ټولني لپاره به کار وکړي.

بل لورته بیا هلمند کي ږغ خصوصی راډیو هم د ښوونکي د نړیوالي ورځي په مناسبت پروګرام نیولي او دا ښوونکي دا ورځ یې په شاندارو مراسیمو سره ولمانځل.

هلمند کي داسي مهال د میزان یا تلي ۱۳ د ښوونکي نړیوالي ورځ لمانځل کیږي چي ښوونکي لاهم د خپل ژوند سختي ورځي او شپي سبا کوي، هغوی د معاشاتوله کموالي، درهایشي نمرو نه ورکړي شکایتونه کوي دا چي هغوی به خپلو دغو هیلو ته څنګه او کله ورسیږي تر اوسه لا ډیریو حکومتونو پري سره نه دی ګرځولي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډيو