هلمند کي د ۲۴ کیلومتره سړک د رغوني چاري پیل سوې.
دا د هلمند په مسیر کي د کندهار ـ هرات لویه لاره ده.
ددې لویه لاري د کنډ اوکپر حالت له کبله ډیري ترافیکي پیښي رامنځته کیږي، ددې لار د موټر چلوونکو په خبره چي د وسایلو د خرابوالۍ سره یې د یو ساعت مزل څو ساعتونه په برکي نیسي.
اوس تازه د دې ۲۴ کیلومټره متره سړک د روغوني چاري د ټولګټو چارو ریاست لوري د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ په لګښت بیا رغول کیږي.
د ټولګټو چارو ریاست د کار او ساختمان انجینر نثاراحمد نصرت په خبره چي په ۱۴۰۲هـ ش کال کي د هلمند ولایت لپاره دوه لويي پروژې منظور سوي چي یوه پروژه همدا د لښکرګاه له دوراهي څخه پیل د ګرشک ولسوالۍ ترمرکز پوري ۲۴ کېلومتره سړک کنډ او کپر ترڅنګ شپږ پلچکونه په معیاري ډول جوړول دي د دوي په خبره چي داپروژه به څه کم درې میاشتو کي بشپړسي.
د ګریشک ولسوالۍ ولسوال محمد صادق انقلابی ددې سرک د بیا روغوني هرکلي وکړنوموړي وویل موږ به د ګرشک ولسوالۍ د ولسونو لپاره د هرډول اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره خپلي هڅي ونه دریغوو.
ددې لویه لاري موټر چلوونکو او د سیمي اوسیدونکو ددې سړک بیا رغولو څخه خوښي وښودل او په وینا چي د سړک د خرابوالي او کڼد او کپر حالت له کبله یې نقلیه وسایلو خرابوالي ترڅنګ پر وخت ناروغانو روغتون او خپل د ځمکو حاصلات یې مارکیټ نسي رسولي.
د دوي په وینا که سړک یې ژر رغیږي نو دوی ته به لویه اسانتیا رامنځته سي.
د يادوني وړ ده چي لښکرګاه ښار ته یو شمیر نوري غځیدلي لاري او سړکونه هم کنډو کپر دي چي خلګ یې د ا.ا څخه د جوړېدو غوښتنه کوي.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو