هلمند کي ماهي روزني فارم لرونکو ته د ماهیانو خوراکه او ټولکیټونه ورکول کیږي.

هلمند کي ماهي روزني فارم لرونکو ته د ماهیانو خوراکه او ټولکیټونه ورکول کیږي
د هلمند ولایت کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا د ماهي روزلو د فارمونو بهبود او تقوې په موخه د مرستو لړئ پیل سوه.
په دې پروسه کې ۱۵۰ یوسل او پنځوس بابه د ماهي روزني هغه فارمونه چي د دې ادارې سره ثبت او فعالیت لري د ظرفيت لوړوني ترڅنګ د ټولکیټونو او د ماهیانو د خوراکې مرسته کیږي.
د مرستو په لړ کي هر فارم لرونکو ته ٢٢ بوجۍ د ماهیانو خوراکه او د ماهي روزني اړونډ ټولکیټونه وېشل کېږي ، د دې ترڅنګ د فارمونو کارکوونکو ته د ماهیانو اړوند ښې روزني او پالني په موخه زده کړي هم ورکول کیږي.
دغه مرستي د DAI - AVC-L مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ چمتو سوي دي چې په دې ولایت کې به د نوموړو فارمونو په بهبود او تقوې کې د پام وړ تغیر رامنځته کړي.
سکون راډیو