هلمند کې د تیرو کلونو په پرتله د پنبې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالې راغلی دی.

هلمند ولایت چي یو کرنیز او زراعتی ولایت دی او ډیړئ اوسیدونکي یې په کرنی مالدارئ بوخت دی سږکال پکښې د تیرو کلونو په پرتله د پنپې حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی چي تر پروسیس کیدو وروسته بهرنی هیوادونو ته صادریږي.
د هلمند ولایت اوسیدونکې سږکال د پنپې د حاصلاتو څخه خوښ دی دوی له سکون راډیو سره یې د خبرو پر مهال وویل چي د تیرو کلونو په پرتله یې د پنبې په قیمت او کیفیت کې ښه والۍ او زیاتوالۍ راغلۍ او په بهرني هیوادونو کې يې ښه بازار هم پیدا کړی دی .
دوی وایی پخوا به پنبه تر ټولیدو وروسته نورو ولایتونو ته د پروسیس کیدو لپاره استول کیده، خو اوس له نیکمرغه همدلته هلمند ولایت کې ډیرۍ د پنبې کارخانې جوړې سوی دی او پنبه هم همدلته په ښه توګه پروسیس کیږي چي ډیرۍ خلک هم په فابریکو کې بوخت سوی دی او صادراتو کې هم ښه والۍ راغلی دی.
بل لور ته بیا د هلمند ولایت د کرهڼی او مالدارئ ریاست وایی چي سږکال په هلمند کي په ۱۶ زره هکتاره ځمکه کي پنبه کرل سوي چي له همدي کبله یې په حاصلاتو کي د پام وړ زیاتوالي راغلي دی.
هلمند کې داسی مهال د پنپې په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی چي لا هم کروندګرو د کال په اوږدو کې د اوبو د نشتوالی او کیمیاوی سرو د لوړو بیو څخه شکایتونه درلودل.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو