يونسکو ۲۵ زره افغان ځوانانو ته د سواد زده کړې زمينه برابروي

يونسکو وايي د یو کمپاین له لارې به د افغانستان ۲۵ زره لویانو او ځوانانو ته د سواد زدهکړې زمینه برابره کړي.
ددغه سازمان مسؤلينو په کندهار کې د سواد زده کړې د ورځې د نمانځغونډې پر مهال وویل، غواړي د خپلو کاري شریکانو سره په ګډه "سواد د یوه روښانه راتلونکي لپاره" تر عنوان لاندې یو کمپاین پیل کړي تر څو د سواد زده کړې په برخه کې عامه پوهاوی رامنځته کړي.
د یونسکو د مسؤلينو په وینا د دې کمپاین پر مهال به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۰۰ ولسوالیو کې ۲۵ زره لویانو او ځوانانو ته د عمومي او اساسي زده کړو کورسونه وړاندې سي.