پروان کې د سېلابونو له امله شپږ تنه مړه سوي دي

Jul 26, 2023 - 20:35
 9
پروان کې د سېلابونو له امله شپږ تنه مړه سوي دي

په پروان ولایت کې د سېلابونو له امله د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه مړه سوي دي. د پروان د والي ویاند حکمت‌الله شمیم وايي چې دغه سېلابونه پرون له غرمې وروسته دوه بجې، د سیاه ګرد او شینواري ولسوالیو په ځينو برخو کې راغلي دي. شمیم ویلي چې د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي او ځينې سړکونه هم ویجاړ سوي دي. نوموړي همدارنګه ویلي چې د دغو سېلابونو د مرګ ژوبلې او زیانونو شمېر وروستی نه دی او شونې ده چې زیاتوالی ومومي.