چاه انجیر عالي لیسې په خپله ۱۳مه دوره فراغت غونډه کې لسګونه زده کوونکي فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي کړل.

Jun 12, 2023 - 22:19
 24
چاه انجیر عالي لیسې په خپله ۱۳مه دوره فراغت غونډه کې لسګونه زده کوونکي فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي کړل.

نن دوشنبه د جوزا یا غبرګولي میاشتي ۲۲مه نیټه د هلمند د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر سیمه کې د چاه انجیر عالي لیسې څخه ۶۳ تنه زده کوونکي له ۱۲ کلونو زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په پار وړاندي سول.

چاه انجیر عالي لیسه چې لسګونه کلونه وړاندي یې د بنسټ ډبره ایښودل سوې او تر پرون ورځي یې ۱۲ دورې زده کوونکي فارغان لرل، نن دوشنبه یو ځل بیا یاده لیسه د کلنۍ غونډې او ځانګړو مراسمو پر مهال د لسګونه زده کوونکو د فراغت غونډې کوربه او شاهده وه. په یاده غونډه کې د دولتي مسؤلینو ترڅنګ، د بیلابیلو ښوونځیو استازو، ښوونکو، مشرانو، د فارغینو والدینو، شاعرانو او ګڼ شمیر کسانو ګډون کړی وو. دې فراغت غونډه کې د هلمند د پوهنې ریاست مسؤلینو لومړی فارغ زده کوونکو ته مبارکي وویل او ورپسې یې د زده کړې او تعلیم پر ارزښت خبري وکړې، نوموړي پر والدینو ږغ وکړ چې ټول باید په خپلو بچیانو دیني او عصري تعلیم وکړي تر څو خپل هیواد په خپله جوړ کړو.

ورته مهال د یادي لیسې مدیر هم د فارغ زده کوونکو  په اړه زیاتوي چې؛ د یادي ښوونځۍ په ۱۳مه کلنۍ دوره کې یې ۶۳ تنه زده کوونکي فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي کړل.

د فارغ زده کوونکو په وینا؛ دوی ډیر خوښ دي چې له ۱۲ کلنو زده کړو ترلاسه کولو وروسته نن د یوې شانداري غونډې په ترځ کې فارغیږي، دوی وايي هڅه کوي تر څو په راتلونکي کې لوړې زده کړي کې هم وکړي.

د یادولو ده چې هلمند کې هر کال زرګونه زده کوونکي له بیلابیلو دولتي او خصوصي ښوونځیو فارغیږي خو د کانکور پروسې له لارې یې یواځي لسګونه کسان دولتي پوهنتونونو ته بریالي کیږي.

محمد نسیم شاکر

سکون راډیو