چین او نیکاراګوا د ازادې سوداګرۍ تړون د خبرو اترو د بشپړولو اعلان وکړ

د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو د جولای په ۲۵مې نېټې د نيکاراګوان د پرمختګ، صنعت او سوداګرۍ وزير برموديز سره ويډيويي خبرې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د ازادې سوداګرۍ تړون د خبرو اترو د رسمي بشپړېدو اعلان يې کړی دی.
دواړو خواوو موافقه کړې، چې د ازادې سوداګرۍ تړون تخنیکي چمتووالی به ګړندی او په خپلو هېوادونو کې به يې د تصویب بهير ترسره کړي او ډېر ژر به دغه تړون لاسلیک او پلی کړي.
د چين او نيکاراګوا د ازادې سوداګرۍ تړون د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د شوې موافقې د عملي کولو لپاره يو مهم ګام بلل شوی او باور دا دی، چې دغه تړون به د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزې تبادلې لپاره بنسټيز ضمانت برابر کړي او د دواړو هېوادونو دوه اړخيزې اقتصادي اړيکې او په نوې زمانې کې خپلمنځي اړيکې به يې په خوځښت راولي.