کابل کې زدکوونکو نجونو لاریون کړی

Mar 27, 2022 - 00:57
 17
کابل کې زدکوونکو نجونو لاریون کړی

د افغانستان پلازمېنه کابل کې لسګونه نجونې نن سهار واټونو ته ووتلې او لاریون یې وکړ، دوی له اسلامی امارت غوښتل چې د زدکړو حق ورکړي.

د لاریون کوونکو په منځ کې، د اووم ټولګي له لس کلنو نجونو نیولې تر دولسم ټولګي زدکوونکو نجونې وې چې پر ښوونځیو د اسلامي امارت بندیز غځولو د پرېکړې پر ضد یې شعارونه ورکړل. احتجاج کوونکو نجونو پر لوحو لیکلي وو:"زما لوست رانه مه اخلئ!"

د دوی له ډلې یوې لاریون کوونکې اې اېف بي خبري اژانس ته وویل: "اسلامي امارت باید د نجونو ښوونځي خلاص کړي ځکه ښځې د افغان ټولنې نیمه برخه جوړوي. طالبان نه شي کولی چې افغان ښځې له پامه وغورځوي ".

د زدکوونکو نجونو په دې لاریون کې د ګوتو په شمېر مشرانې ښځې هم وې چې ظاهراً ښوونکې ښکارېدې

له دې ډلې یوې یې خبریالانو ته وویل: " موږ نن راټول شوي یو چې د دې ګډ درد غږ پورته کړو او اجازه ورنه کړو چې څوک هم د زدکړو له حقه بې برخې شي ".

دې زیاته کړه: "هیڅ ډول قانوني، شرعي، عقلي او منطقي دلایل نشته چې افغانې ښځې دې له زدکړو باید بې برخې شي او یا د ټولنې له سیاسي او اجتماعي جوړښته بې برخې شي ".

افغانستان کې اسلامي امارت له شپږم ټولکي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی، چې روانه اونۍ د هلکانو لپاره د ښوونځیو له پرانیستل کېدو وروسته یو ځل بیا وغځول شو.

کابل کې اعتراض کوونکو نجونو په یوه اعلامیه کې چې نن شنبه یې خپره کړې، د ښځينه زدکوونکو په ټولو کورنيو غږ کړى، چې له هرې ممکنې لارې د خپلو لوڼو تر څنګ ودرېږي.

دوی له کورنیو غوښتي تر هغه چې د زدکړو ترڅنګ دنورو حقونو ډاډ یې نه وي ترلاسه کړي لاریون کوونکي یوازې پرېنږدي.

د اسلامي امارت دې بندیز پر وړاندې چې نجونه یې له زده کړو بې برخې کړې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم غبرګون ښودلی دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په افغانستان کې د نجونو لپاره د ثانوي زدکړو په اړه په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، په افغانستان کې ټولې نجونې باید وکولای شي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

په دې اعلامیې کې پر اسلامي امارت غږ شوی چې ټولو ته د ښوونځي دروازې پرانيزي او د زده کړو خوندي چاپېریال برابر کړي.

په افغانستان کې د ځوانو زده کوونکو دغه لاریونونه په خپل ډول کې بې ساری بلل کېږي.