ګرمسېر ولسوالۍ کي د اوسپني قاچاق کوونکي ونیول سول.

Aug 10, 2023 - 14:36
 10
ګرمسېر ولسوالۍ کي د اوسپني قاچاق کوونکي ونیول سول.
نن چهار شنبه د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کي په اوسپنه بار شپږ موټران ونیول سول.
د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په سیمه کي شپږ موټران دوسپني بار چي په غیري قانوني ډول یې د هیواد بهر اوسپنه انتقال ول ونیول سوه د یادو موټرانو سره شپږکسان هم نیول سوي دي.
یاد موټران د خانشین ولسوالۍ امنیه قوماندانې امنیتي مسؤلینو د یولړ د قیقو معلوماتو پر اساس ونیول.
یاد شپږ تنه د اوسپني قاچاق کوونکي تر پلټونو وروسته اړوند ارګانونو ته وسپارل سول.
هلمند ګرمسیر ولسوالۍ کې دا لومړي ځل ندی چې د اوسپنې قاچاق کوونکې نیول کیږي بلکې له دې وړاندې هم بهر ته ګڼ شمیر د اوسپنې قاچاق کوونکې نیول سوې دي.