ګوتیریش او شنکر پر افغانستان غږېدلي

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش سره د افغانستان اړوند مسایلو خبرې کړي.
ښاغلي جې شنکر په دې اړه د جمعې په ورځ وختي ټوېټ کړی دی.
جې شنکر چې امریکا ته په رسمي سفر تللی په خپل ټوېټ کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره یې د افغانستان په وروستیو تحولاتو بحث کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیران دا اوونۍ له خپلو امریکایي سیالانو سره هم د افغانستان په حالاتو غږېدلي.
د راپورونو په اساس دواړو لوریو په ا ا ا غږ کړی چې ډاډ ورکړي افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د حملې لپاره بیا نه کارول کېږي.
هند په سیمه کې د افغانستان یو لوی مرستندویه ملګری دی خو د ا ا ا په بیا واکمنېدو سره یې له بیړنیو بشري مرستو پرته په دغه هېواد کې کومه پراختیايي پروژه مخته نه ده وړې.