فوټبال نړیوال جام؛ کروېشیا او ارجنټاین نیمه پایلوبې ته ووتل

Dec 10, 2022 - 12:00
 3
فوټبال نړیوال جام؛ کروېشیا او ارجنټاین نیمه پایلوبې ته ووتل

د کروېشیا فوټبال لوبډله د برازیل پر وړاندې له بریا وروسته د فوټبال نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسېده. دغه سیالي د لوبې په عادي وخت کې له هېڅ ګول پرته پای ته ورسېده، خو په اضافي وخت کې بیا نیمار د لوبې په ۱۰۶ دقیقه کې د برازیل او پتکوویچ د لوبې په ۱۱۶ دقیقه کې د کروېشیا لپاره ګول وکړ.

خو په پنالټیانو کې بیا کروېشیا وتوانېده چې د ۲ مقابل کې په څلورو ګولونو برازیل ته ماتې ورکړي. د یادونې ده چې برازیل مخکې پنځه ځله نړیوال جام ګټلی دی.

برازیل په قطر کې د روانو نړیوال جام سیالیو له هغو لوبډلو یوه بلل کېده، چې د بریا لپاره یې تمه ډېره وه.

د کروېشیا په بریا کې د دې لوبډلې ګول ساتونکي دومینیک لیواکوویچ رول خورا مهم بلل کېږي.

نوموړي ۱۱ ځله د مقابل لوري د ګول کولو هڅه ناکامه کړه، چې په روانو سیالیو کې د بل هر ګول ساتونکي پرتله مهم رول بلل کېږي.

کروېشیا د نړیوالو جام په تېرو سیالیو کې دویم ځای خپل کړی و، او برازیل وروستی ځل د ۲۰۰۲ کال نړیوال جام پایلوبه ګټلې وه.

برازیل په هغه پایلوبه کې جرمني ته ماتې ورکړه او له هغه وروسته د نړیوال جام په پنځو پرلپسې سیالیو کې د اروپايي لوبډلو له لاسه له سیالیو بهر سوی.

د نن ورځې په دویمه لوبه کې بیا ارجنتین او نېدرلنډ سره مخامخ شول. د لوبې په ټاکل سویو ۹۰ دقیقو کې دواړو لوبډلو دوه دوه ګولونه وکړل او لوبه اضافي وخت ته وغځېده.

په اضافي وخت کې دواړو لوبډلو خپل ګولونه وساتل او لوبه تر اخره دوه - دوه مساوي پاتې سوه. بالاخره لوبه پینالټیانو ته ووته، چې پکې ارجنټاین ۴-۳ نېدرلنډ ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار ومونده. د دې سیالیو په نیمه پایلوبه کې به اوس کروشیا او ارجنټاین د لوبې ډګر ته ووځي.

سکون راډیو