د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د وژنو او شکنجې موارد مستند کړي

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پخواني نظام د سقوط پرمهال د طالبانو له خوا د بې محاکمې وژنو او شکنجې موارد یې مستند کړي دي.
دې سازمان په یوه راپور کې چې نن خپور سو ویلي، طالبانو پر کابل د ولکې ټينګولو په ورځو کې قومي او مذهبي اقلیتونه، د پخواني دولت سرتېري او هغه کسان چې دوی د دولت پلویان بلل د انتقامي حملو په ترڅ کې وژلي او شکنجه کړي یې دي.
د بښنې د نړیوال سازمان سکرتر جنرالې اګنیس کالامارد په یوه خبري بیان کې وايي، د طالبانو د دې ناسمې ادعا برعکس چې ګنې د واک انتقال له کومې ستونزې پرته ترسره سوی، د دوی شواهد ښيي چې د افغانستان خلکو یو ځل بیا د دې وضعیت بیه د خپلو وینو په وسیله پرې کړه.
د بشري حقونو د دې مدافع سازمان راپور زیاتوي چې د پخواني دولت وسله والو ځواکونو او د امریکا پوځ ته هم د کابل د سقوط پر مهال د ملکي افغانانو د پراخو زیانونو مسوولیت ورله غاړې دی.
مېرمن کالامارد په هاګ کې د جرمونو پر نړیوالې محکمې یا 'ICC' غږ وکړ چې د جنګي جرایمو ټول شواهد، دې ته له پام پرته چې جرړې یې چېرته وځي تعقیب کړي.