م م: افغانستان کې ۹۵ فیصده وګړي کافي خواړه نه لري

Jan 15, 2022 - 17:44
 6
م م: افغانستان کې ۹۵ فیصده وګړي کافي خواړه نه لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، په افغانستان کې ۹۵ فیصده وګړي کافي خواړه نه لري.

د دې ادارې د اسیا پسفیک د څانګې مطبوعاتي مسوول پېیر پرسن نن په ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې زیاتې میندې خپل خواړه هم خپلو ماشومانو ته ورکوي چې له لوږې وژغورل سي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نیمايي وګړي د بې وزلۍ له کبله له لوږې سره مخامخ دي، چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.