له ۱۹ کالو د کم عمره لوبغاړو د کرکټ په نړیوال جام کې نن څلور لوبې ترسره کېږي.

Jan 15, 2022 - 14:14
 13
له ۱۹ کالو د کم عمره لوبغاړو د کرکټ په نړیوال جام کې نن څلور لوبې ترسره کېږي.

کاناډا له متحد عربي اماراتو سره، هند له جنوبي افریقا، ایرلنډ له یوګنډا او زیمبابوې له پاپوانیوګیني سره.

دا نړیوال جام پرون په وېسټ انډیز کې پیل سو او کوربه هېواد له اسټرالیا څخه خپله لومړۍ لوبه بایلوده.په بله مسابقه کې سریلانکا د سکاټلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریک هوتک وویل چې افغان لوبغاړو دې نړیوال ته ښه چمتووالی نیولی: "مخکې له دې چې افغان لوبډله د دې سیالیو لپاره سفر وکړي، له څو ورځو را په دې خوا یې په متحده عربي اماراتو کې د ای سي سي په ګلوبل اکاډمۍ کې په بېلابېلو برخو کې تمرینات وکړل. نو انشاالله چې نتیجه به یې ښه وي."

ښاغلی هوتک وايي، د افغان د ۱۹ کلنو لوبغاړو لومړۍ سیالي به په سي ګروپ کې د را روانې سې شنبې په ورځ له پاپوا نیوګیني سره وي، دوهمه د جنوري په شلمه له پاکستان او درېیمه به یې د جنوري په ۲۲مه له زیمبابوې سره وي.