نورستان کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي
د نورستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولين وايي، چې د دغه ولایت په لوېدیځ نورستان په منډول او دواب ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.