يعقوب مجاهد ټام وېسټ ته ویلې چې: د افغانستان له خاورې چاته ګواښ نه پېښېږي.

د ا.ا د حکومت دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست ته ډاډ ورکړی چې، د افغانستان له خاورې چاته ګواښ نه پېښیږي.
مجاهد او وېسټ پرون د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې سره وکتل او د ا.ا د دفاع وزارت یې د خبرو اترو جزیات خپاره کړي.
محمد یعقوب مجاهد او ورسره پلاوی یې له تېرو دوو ورځو راهیسې په اماراتو کې دی او هلته یې د هغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره هم په دوه اړخیزو مسلو خبرې کړي دي.
ا.ادغه ډاډ داسې مهال ورکوي چې تر دې وړاندې د سیمې یو شمېر هېوادنو ویلي، افغانستان کې لا هم نړیوالې او سیمهییزې ترهګرې ډلې لکه القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان او ورته نور وسلهوال ګروپونه فعالیت لري.
تېرو څو میاشتو کې د پاکستاني طالبانو یو شمېر مهم قومندانان په پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو کې وژل شوي دي