په کابل ښار کې د خوراکي توکو په بدل کې کاري پروګرام پیل سو.

د کابل ښاروالۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په پنځلسمه ناحيه کې یې د خواړو نړيوال پروګرام په همکارۍ بې روزګاره او اړو هېوادوالو ته به د کار په بدل کې خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، لوبیا او مالګه ورکول کېږي.
دا پروګرام د شپږ میاشتو لپاره دی او کارمندان به په اونۍ کې درې ورځې او په ښاري سیمو کې د ورځې درې ساعته کار وکړي.
سکون راډیو