ارزګان کې يوه ماشومه د درمل پلورونکي د بي احتياطۍ له امله مړه سوې

د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ چارواکي ادعاکوي چې تېره شپه د ترينکوټ په ښار کې د يوه درمل پلورنکي د بي احتياطۍ له امله يوه ماشومه مړه سوې ده.
د امنیې قوماندانۍ وياند قاري اغا ولي قريشي نن یکشنبې( د کب په ۸مه) ازادي راډيو ته وويل وايي د ډاکټرانو له خوا ورته ويل شوي چې ماشومې د هغې پیچکارۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی چې د درمل پلورنکي له خوا ور لګول شوې ده.
نوموړی وايي امنيتي ځواکونه د درمل پلورنکي د نيولو هڅې کوي.
قريشي زیاتوي:" په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې يو درمل پلورونکي يوې ماشومې ته پیچکارۍ لګولي ده وروسته ماشومه مړه شوې، امنيتي ځواکونه د درمل پلورنکي د نيولو په لټه کې دي موږ د ټول درمل پلورنکو څخه غوښتنه کوو چې پر خپل سر دي ناروغانو ته درمل نه ورکوي."
د ارزګان ولایت د عامي روغتیا ریاست مسؤلین بیا په دې اړه ناخبرې ښيې.
په ورته مهال هغه کورنۍ چې ماشومه يې د درمل پلورنکي د پیچکارۍ له امله وژل شوې، وايي تېره شپه د درمل پلورنکي له خوا ورته يوه پیچکارۍ ولګول شوه چې وروسته يادې ماشومې ژوند له لاسه ورکړ.
د دغې ماشومې مور نازک وايي له مسؤلينو غوښتنه کوي چې د پېښې پلټنه وکړي او مجرم د قانون منګولو ته وسپاري.
تر دي مخکي هم په ارزګان کې دغه ډول پېښې رامنځته شوي دي.