تېره اونۍ هلمند کې د ۶ ترافیکي پېښو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره اونۍ په ګرمسېر، سنګین، خانشین، باباجي او کجکي ولسوالیو کي د ۶ ترافیکي پېښو له امله یو تن وژل سوی، او ۷ تنه نور ژوبل سوي دي.
د کجکي ولسوالۍ د زمینداور په کارېز نو سیمه کي د یوه عراده مازدا موټر او موټرسایکل په ترافیکي پېښه کي پر موټر سایکل سواره پلار او زوی چي زوی یې مړ سوی او پلار یې په روغتون کي تر درملني لاندي دی، د یادي پېښي په تړاو د مازدا موټر چلوونکی د امنېتي مسؤولینو لخوا نیول سوی او تر نظارت لاندي دی.
د ګرمسېر ولسوالۍ په بنادر سیمه کي د دوه عراده موټرونو فلډر او ډاکسن تر منځ په ترافیکي پېښه کي څلور تنه ژوبل سوي، چي د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
همداراز د یو بل خبر له مخي د یادي ولسوالۍ په صفار سیمه کي د یوه عراده بنس موټر د چپه کېدلو له امله کوم چا ته ځاني زیان ندی اوښتی، خو مالي زیان لري.
د سنګین ولسوالۍ د ساروان قلعه د فوزې کلینیک سره د یوه عراده لوکسل موټر او موټر سایکل په ترافیکي پېښه کي موټر سایکل چلوونکی ژوبل سوی چي د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال سوی دی.
د باباجي ولسوالۍ په لوی مانده کي د یوه عراده ویډز موټر د چپه کېدلو له امله کوم چا ته ځاني زیان ندی اوښتی، خو مالي زیان لري.
په خانشین ولسوالۍ کي د ټراکتور د چپه کېدلو له امله د ټراکتور چلوونکی ژوبل سوی، چي د تداوۍ په موخه د یادي ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته لېږل سوی دی.
دا په داسی حال کې ده چي پدې وروستیو کې ترافیکی پیښې زیاتی سوې دی او لامل یې د موټرچلوونکو بی احتیاطی بلل کیږي.
سکون راډیو