د اوکرايين جګړې او د تېلو بیو لوړېدو له کبله سعودي ارامکو شرکت ډېره ګټه کړې

د سعودي ارامکو شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لوړو نرخونو او همدارنګه د تولید د زیاتوالي له امله یې سږکال ګټه کې ۸۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د انرژۍ د دغه لوی دولتي شرکت خالص عاید د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې 39.5 میلیارډ ډالرو ته لوړ شوي دي.
دا په نړۍ کې د تېلو او ګازو د بیو له لوړېدو او له ۲۰۱۹ کال راهيسې د دغه شرکت تر ټولو زیاته ګټه بلل کېږي.
پر اوکرایین د روسیې له یرغل را وروسته د تېلو او ګازو بیې اسمان ته ختلې دي
روسیه د انرژۍ په برخه کې د نړۍ له سترو صادروونکو هېوادونو ده خو لوېدیځو هېوادونو ژمنه کړې چې له دې پلوه به پر روسیې تکیه کموي.
د تېلو بیې د اوکرایین تر جګړې مخکې لوړې شوې وې ځکه چې اقتصاد د کوویډ وبا له اغېزو بېرته د رغېدو په حال کې دی او د تېلو د تولید غوښتنه خورا لوړه ده .
د بې پي، ټوټل انرژي او شېل په ګډون د انرژۍ نورو شرکتونو هم د ډېرې ګټې راپور ورکړی دی. که څه هم دغو شرکتونو له روسیې څخه د وتلو له امله یوه اندازه لګښتونه هم پرې کړي دي .
د ارامکو شرکت مشر امین ناصر د یکشنبې په ورځ وویل چې شرکت یې د نړۍ د انرژۍ غوښتنې پوره کولو کې مرسته کوي چې د باور وړ، ارزانه او په زیاتېدونکې توګه پایښت ولري.
هغه زیاته کړه "د انرژۍ امنیت حیاتي دی او موږ د اوږدې مودې لپاره پانګونه کوو."
د مارچ په میاشت کې د تېلو او ګازو تولیدوونکو شرکتونو ژمنه وکړه چې پانګونه به ډېره او له پنځو تر اتو کلونو به د تولید کچه نوره هم پراخه کړي
د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن هغه میاشت د نړۍ د تېلو ترټولو لوی صادروونکو هېواد څخه د لېدني پر مهال غوښتي وو چې په لنډ وخت کې دې د نړۍ بازارونو ته نور تېل وړاندې کړي.
سعودي عربستان د تېلو په کارټل اوپیک (د نفتو صادرونکو هېوادونو سازمان) کې ترټولو لوی تولید لرونکی هېواد دی او د تولید په ډېرولو سره د انرژۍ د نرخونو په کمولو کې مرسته کولای شي .
خو دغه هېواد د بشري حقونو د یو لړ سرغړونو له امله ډېر کله تر نیوکو لاندې راغلی. په ګاونډي یمن کې په شخړو کې ښکېلتیا، په ۲۰۱۸ کې د خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې د لاس لرلو تور، د مخالفینو په زندان کې اچول او د اعدام سزا هغه کارونه دي چې دغه هېواد یې د بشري حقونو د فعالانو له توندو غبرګونونو او نیوکو سره مخ کړی دی.
ارامکو پخپله هم په یمن کې د جګړو له امله د امنیتي ننګونو سره مخ دی. په تېر کې حوثي یاغیانو د دغه شرکت ځینې سایټونه په نښه کړي وو.
ارامکو په نژدې دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له سیال اپل څخه د نړۍ ترټولو قیمتي شرکت په توګه لومړی ځای بېرته ترلاسه کړی دی.