د اوکرایین ولسمشر روسیه په جنګي جرمونو تورنه کړه

د اوکرایین ولسمشر د خپل هېواد پر خارکیېف ښار هغه بمباري چې لسګونه ملکي خلک پکې وژل شوي، جنګي جنایت بللی دی.
ولودمیر زیلنسکي وايي، داسې عیني شاهدان شته چې وايي، پر دوشنبه په خارکیېف کې ملکي خلک په لوی لاس په نښه شوي دي.
بل لور د بشري حقونو فعالان هم وايي، کېدای شي پر اوکرایین د روسیې یرغل بهیر کې جنګي جرمونه ترسره شوي وي.
د انصاف نړیواله محکمه (ای سي سي) وايي، دوی د دې تورونو په هکله د معلوماتو راټولول پیلوي.
د دوشنبې پر ورځ ناوخته د دې محکمې څارنوال کریم خان وویل، داسې 'د باوري سرچینو ' له مخې داسې باور کېږي چې په اوکرایین کې جنګي جنایتونه یا بشر ضد جرمونه تر سره شوي دي.
پر اوکرایین د روسیې له برید څو ورځې وروسته روسي پوځیانو له څو لوریو بریدونه کړي، خو د اوکراییني مقاومت له کبله یې پرمختګ سوکه دی.
پلازمېنه کیېف کې له هغه وروسته یو ځل بیا د هوايي بریدونو خبرداري سایرنونه وغږول شول، چې د روسي ځواکونو یو ۶۴ کیلومتره اوږد کاروان د پلازمېنې کیېف پر لور د خوځښت په حال کې دی.