د سپین بولدک- چمن لار د مسافرو پر مخ وتړل سوه

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شخړه سوې چې له امله یې د سپین بولدک - چمن دروازه د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده.
یوې سرچینې ازادي رادیو ته وویل چې نن غرمه د کندهار د سپین بولدک پر دروازه پاکستاني ملېشو یو افغان ماشوم وهلی ،وروسته طالب وسله والو پر پاکستاني پوځیانو ډزي کړي.
سرچینه وایې دامهال دروازه بنده ده او چاته د تګ راتګ اجازه نه سته.
اسلامي امارت د دوی او پاکستاني پوځیانو ترمنځ شخړه تائید کړې خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.