د هلمند دساینس او معلوماتي ټکنالوژي مدیریت له لوري په شهید محمد انورخان عالي لیسي کي مجهز لابراتوار ګټې اخیستني ته وسپارل سوو.

نن پنجشنه د ۱۴۰۱ هـ ش کال د د تلي ۶ نیټه د دهلمند پوهني ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ مدیریت له لوري په شهید محمد انور خان عالي لیسه کي یو مجهز لابراتوار ګټي اخیستني ته وسپارل سو په یادو مراسیمو کي د هلمند پوهني ریاست مسولینو،ښوونکو او زده کوونکو برخه لرل.
د هلمند دساینس او ټکنالوژي مدیر محمد اغا ارین سکون راډيو ته وویل چي ددې لیسې لابراتوار د وروستیو جګړو له کبله وران سوې چي اوس یې تر رغونې وروسته ټول یې اړتیاوي ور پوره کړې او د ټولو لابراتواري مواد مرسته ورسره کړې او نن یې پرانیستنه وکړل.
د شهید محمد انور خان عالي لیسي مدیر عبدالحي حزین دهلمند د پوهني ریاست له مسولینو مننه وکړل چي د زده کوونکو لپاره یې ویجاړ سوی لابراتوار بیرته ورته ورغوي او زیاته یې کړل چي دلابراتوارونو شتون په ښوونځيو کي د زده کوونکو په ښه زده کړو او دکیفیت په لوړولو کي ډير اغیزناکه ثابت کیدای سي.
بل لور ته بیا د یادي لیسې زده کوونکو په خپله ښوونځي کي د لابراتوار د پرانیستلو هرکلي وکړ او خوښي یې وښودل چي اوس به د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي تجربي هم په ترسره کوي.
هلمند پوهني ریاست د سایسن او ټکنالوژي مدیریت له لوري داسي مهال دهلمند په یوه ښوونځي کي د لابراتوار پرانیستنه کیږي چي زده کوونکو په خپلو ښوونځيو کي د مسلکي ښوونکو د کمښت او لابراتوارنو د نشتوالي څخه شکایتونه لرل