د هلمند والي سنګین ولسوالۍ ته سفر وکړ.
هلمند والي د یو پلاوي په مشري سنګین ولسوالۍ ته سفر وکړ.
هلمند والي عبدالاحد (طالب) تیره ورځ سنګین ولسوالۍ ته له رسیدو وروسته په هغه غونډه کې برخه واخیستل چي د یاد پلاوي د ورتګ په مناسبت جوړه سوي وه، نوموړی غونډي ته د وینا پر مهال د سنګین ولسوالۍ ولسونو ته ډاډ ورکړ چي ځواکونه یې شپه او ورځ پدي هڅه کې دي ترڅو د یادي ولسوالۍ ولسونه د امنیت په فضا کې ژوند وکړي همدا راز هلمند والي امنیتي ځواکونه ته سپارشتنه وکړه تر څو خپل صفوف د نا مطلوبو کسانو له شتونه تصفیه کړي او په وروستیو کي یې د همدي ولسوالۍ د ولسونو له همکاري د منني تر څنګ د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.
هلمند والي سنګین ولسوالۍ ته داسي مهال سفر کوي چي تازه يې له ولسوالیو دلیدنو او نظارت بهیر پيل کړی.