زابل ولایت کې یوې مېرمنې لسګونه انجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

Dec 6, 2022 - 16:30
 11
زابل  ولایت کې یوې مېرمنې لسګونه انجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

زابل کې یوې لوستې مېرمنې د ښوونکې په توګه شاوخوا سلو نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې.

د زابل د مرکز کلات څخه لرې د کاکړانو په نوم سیمه کې دغه پېغله په رضاکارانه ډول د خپل کلي نجونو ته لومړنۍ زده کړې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل سوي دي.

سکون راډیو