له هند نه لومړنۍ الوتکه کابل ته 'ورسېده'

Dec 11, 2021 - 22:00
 7
له هند نه لومړنۍ الوتکه کابل ته 'ورسېده'

د هند او افغانستان تر منځ د الوتنو پیل لړۍ کې پرون نوي ډیلي ته د خصوصي هوايي شرکت کام ایر تللې الوتکه نن شنبه کابل ته ورسېده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، په دې الوتنه کې هغه پنځه اتیا تنه افغانان هم هېواد ته رسېدلي، چې په هند کې ایسار پاتې وو.

نوموړی زیاتوي د ډیلي او کابل تر منځ به د الوتنو دا لړۍ دوام وکړي.

د یادونې ده، چې دا الوتکه پرون جمعه له کابله نوي ډیلي ته تللې وه، چې نن بېرته ستنه سوه.

د ښاغلي بلخي په وینا ډیلي ته د کام ایر دې الوتکې په کابل کې د اندارګاندي روغتون لپاره د هند درملو مرسته هم کابل ته لېږدولې ده.

نوموړي د درملو دې مرستې لپاره د هند مننه کړې.

د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وايي، راتلونکي کې به د افغانستان روغتونونو لپاره له هنده طبي تجهیزات هم وارد سي.