چین افغانستان سره د څه باندې ۵۰۰ ټنه خوراکي توکو مرسته کوي

چین ژمنه کړې چې په نژدې راتلونکي کې به له افغانستان سره د څه باندې پنځه سوه ټنه خوراکي موادو مرسته وکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه رسنیو ته وویل چین له افغانستان سره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د بشري مرستو په دویمه جوپه کې، پرون یو اندازه درمل، ۷۶ زره کمپلې او ۴۱ زره ژمني جمپرونه افغانستان ته وسپارل.
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني نن خبریالانو ته وویل، ټاکل سوې په راتلونکو اونیو کې چین افغانستان سره د ۵۰۰ ټنه اوړو او ۷ ټنو وریجو مرسته هم وکړي او دا مرستې به په اړ منو کورنیو وویشل سي.
له افغانستان سره د بشري مرستو دوام په داسې حال کې دی چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې په لوړېدو سره، د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې سوې دي او د بې روزګارۍ له امله خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.