کاپیسا کې پر ۲۰۰۰ کروندګرو اصلاح سوي غنم وویشل سول

Dec 15, 2021 - 18:26
 8
کاپیسا کې پر ۲۰۰۰ کروندګرو اصلاح سوي غنم وویشل سول

په کاپیسا کې ۲۰۰۰ کروندګرو ته د غنمو اصلاح سوی تخم ورکړل سو.

دا خبره د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مستعین عمري رسنیوته وکړه.

نوموړی وايي چې کروندګرو ته د کر لپاره د اصلاح شوېو غنمو د وېش لړۍ "د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې" له خوا پيل سوې ده.

ښاغلی عمري د اصلاح سوېو غنم وېش د کرنې د مېکانېزه کول لپاره مهم بولي او له مرسته کوونکو بنسټونو غواړي چې له بزګرو سره لا ډېره مرسته وکړي.