هلمندیان: د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت له ښه کیدو سره بیا هم د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړي دي.

دا په هلمند کي د اسعارو د تبادلي تر ټولو لوی مرکز دی چي هر ورځ پکي سلګونه تبادلي او حوالي ترسره کیږي.
د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ثبات پیداکیدو سره بیا هم ازاد بازار کي د خوارکي او غیرخوارکي توکو بیې ندي ټیټي سوي.
د هلمند یو شمیر اوسیدونکي وایي چي د افغانیو په وړاندې د ډالر له کښته کیدو سره بیا هم دوي خوراکي او غیرخوراکي توکي په هغه پخواني بیه پیري،دوی له حکومت او اړوندو ادارو څخه غوښتنه کوي چي په ښار کي په نرخونو خپل څار زیات کړي.
دهلمند ولایت د صرافانو اتحادیی مسولین وایی: چي افغانیو د تیرو دوه کلونو رادیخوا خورا ډیر ارزښت پیدا کړي دی او خپل ثبات یې ساتلي دی.
ورته مهال بیا د هلمند ولایت د سوداګري او پانګوني خوني ریاست مسولین زیاتوی چي د خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو ټیټوالي وخت ته اړتیا لري د دوي په خبره د تیرو پنځلسو وروځو په پرتله د توکو په بیو کي د پام وړ ټیټوالي راغلي دی.
د لښکرګاه ښاروالۍ بیا وایی چي ټولو هټیوالو ته یې ځانګړې نرخنامي ورکړي دي ترڅو خپلو پیریدونکو ته د ورکړل سویو نرخنامو مطابق توکي وپلوري،د دوي په خبره که چیري څوک د اصولو څخه سرغړونه کوي قانوني چلند به ورسره کیږي.
هلمند کي داسي مهال یو شمیر خلک د خوراکي او غیر خوراکي توکو د لوړو بیو څخه شکایتونه کوي چي دې وروستیو کي د افغانستان بانک د هلو ځلو په پایله کي په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کمه سوی او افغانیو د بهرنیو اسعارو په وړاندې خپل ثبات ساتلي دی ولي بازار کي د توکو په بیو کي له څنګه چي اړتیا ده هم هغه سي بدلون نه ترسترګو کیږي.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو