هلمند ولایت کي د انتاني ناروغیو ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل سو.

هلمند ولایت کي د انتاني ناروغیو ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل سو.
نن سه شنبه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د جوزا یا غبرګولى ۹ مه نیټه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د نجات بشردوستانه انکشافي موسیسي په مالي ملاتړ د انتانی ناروغیو شل بستریز روغتون پرانیستل سوو.
د پرانیستې مراسیمو کي د هلمند عامي روغتیا ریس،د روغتیایی ادارو او موسیساتو استازو او ګڼ شمیر روغتیا پالانو ګډون کړې وو.
د روغتیا ریاست د مسولینو په خبره پدې روغتون کي به د ټولو انتانی ناروغیو تشخیص او درملنه کیږي د دوي په وینا تر ډیرو هلو ځلو او کوښښونو وروسته وتوانیدل چي هلمند کي د انتاني ناروغیو یو بیل روغتون پرانیزي.
د دوي په ټکو چي دا شل بستریز روغتون د هلمند لپاره بسنه نکوي ځکه هلمند کي انتاني ناروغۍ زیاتي دي، په وینا یې چي د وخت په تیریدو سره به یې د بسترونو شمیر زیات کړي.
د نجات بشر دوستانه انکشافي موسیسي مرکزي د فتر تخنیکي مسول ددې موسیسي د فعالیتونو،خدماتو،پروژ د تطبیق او هلمند کي د انتانی ناروغیو د روغتون د پرانیستي په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د انتانی ناروغیو د روغتون ولایتي مسول بیا سکون راډیو ته وویل چې دې روغتون کي به د ۳۸ تنه طبي پرسونل او پرمختللي ماشینرۍ په مټ د بیلابیلو وایروسي او انتاني ناروغیو تشخیص او درملنه کیږي.
روغتیا پالان بیا د روغتیا په برخه کي د روغتیایی خدماتو د پراخوالې او خلکو ته په معیاري ډول روغتیایی اسانتیاوو باندي ټینګار کوي او غوښتنه کوي چي لا هم باید خلکو او ټولني ته زیات کار وسي.
د هلمند ولایت یو شمیر اوسیدونکي بیا د انتاني ناروغیو د روغتون په پرانیستني خوښي څرګندوي او په وینا یې چي روغتیا برخه کي لا ډیر کار کولو ته اړتیا سته او یوازي شل بستریز روغتون ورته بسنه نکوي.
هلمند کي داسي مهال د انتاني ناروغیو شل بستریز روغتون پرانیستنه کیږي چې له دې وړاندي هلمند کي د انتاني ناروغیو لپاره مشخص او ځانګړې روغتون شتون نه درلود.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو