فراه کې د اهل تشیع یو دیني عالم ووژل سو

Dec 12, 2021 - 18:08
 8
فراه کې د اهل تشیع یو دیني عالم ووژل سو

په فراه ولایت کې یو دیني عالم وژل سوی دی.

د فراه امنیه قوماندانۍ ویاند عارف عدیل خبریالانوته ته تأيید کړه چې د اهل تشیع یو دیني عالم شېخ محمد اسماعیل موحدي شنبه ماسپښین د فراه ښار په درېیمه ناحیه کې د نامعلومو بریدګرو له‌خوا وژل سوی.

عدیل زیاته کړه چې د قتل علت نه‌دی معلوم او د دوی ځواکونه د پېښې په عاملینو پسې ګرځي.

وړمه ورځ هم د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې دوه تنه د یوه لاسي بم په چاودنه کې وژل سوي.