امریکا به د هغې ټکنالوجۍ مخه نیسي چې له بشري حقونو پرې تیری کېږي

واشنګټن – د امریکا د ولسمشر جو بایډن په کوربتوب د ډیموکراسۍ یا جمهوریت په اړه دوه ورځنۍ انلاین سرمشریزه د جمعې په ورځ پای ته ورسېده.
د دغې سرمشریزې له پای ته رسېدو سره سم، امریکا، استرالیا، ډنمارک او ناروې اعلان وکړ چې د هغې ټکنالوجۍ د صادراتو کنټرول به کوي، کومه چې د بشري حقونو تیري لپاره کارول کېږي.
ولسمشر بایډن د سرمشریزې د پای وینا کې وویل، "مونږ هغې اړتیا ته پام اړوو چې پرې د بشري حقونو دفاع وشي" او دا باوري کړو چې له ټکنالوجۍ څخه "د ډیموکراسیو په پرمختګ او د خلکو په پورته کېدو کې کار واخېستل شي نه د خلکو د ځپلو لپاره."
د ټکنالوجۍ د کنټرول او د بشري حقونو د خوندیتوب له لیارې د ټول واکو حکومتونو د مخې نیول دي چې غواړي د ټکنالوجیو په کارولو سره خلک و څاري او د سیاسي مخالفینو، خبریالانو، فعالانو او د اقلیتي ټولنو د اړیکو سیستمونه پرې هک کړي.
یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي خبریالانو ته په خبرو کې وویل، "هدف دا دی چې یو قوي تړون وشي د ډېرو حکومتونو ترمنځ تر څو داسې ټکنالوجیو ته د لایسنس ورکولو غوره کنټرول رامنځ ته شي.
ده وویل، "د دې خبرې باوری کول دي چې له دغو ټکنالوجیو څخه ښه استفاده وشي نه ناوړه."
امریکا په دې وروستیو کې د پېګاسس سپای وېر په نامه یوه اسرایلۍ کمپنۍ هم د بندیزونو کمپنیو ته اچولې ده.
یادې اسرایلې کمپنۍ په اصل کې د خبریالانو او چارواکو ټیلیفونونو ته لاره موندله او هغو یې بیا د جاسوسۍ د الو په توګه کار اخیست، د هغوی مسیجونه یې لوستلې شول، ځای یې معلومولی شو او بې له دې چې هغوی پرې پوه شي د هغوی د موبایل کامرې یې هم لګولی سوې.
د سرمشریزې پر وخت مشران دې ته لیواله کړای شول چې د ډیموکراسې ودې او بشري حقونو ته ژمنه وکړي.
امریکا پکې د ډیموکراسیو د نوي کولو د ولسمشر د ابتکار تر نامه د یوې اندازه پیسو اعلان هم وکړ چې د راتلونکې کال لپاره به ۴۲۴.۴ میلیونه ډالره وي خو باید له کانګرس څخه پاس سي.
د جمهوري په اړه د دې انلاین سرمشریزې له پای ته رسېدو څخه یو کال وروسته بله مخامخ سرمشریزه هم پلان سوه.