مسکو ښار ته نږدې یوې چاودنې ۱۲ تنه ټپیان کړي

Dec 14, 2021 - 19:02
 10
مسکو ښار ته نږدې یوې چاودنې ۱۲ تنه ټپیان کړي

د روسيې پلازمېنه مسکو ښار ته نږدې یوې چاودنې ۱۲ کسان ټپیان کړي دي.

چاودنه په یوه ارتودوکس ښوونځي کې د یوه مذهبي فارغ التحصیل ځوان له خوا د چاودیدونکو موادو له ځای پر ځای کولو وروسته سوې.

پېښه کې د برید دا اصلي عامل هم ټپي دی او یوه پښه یې پرې سوې.

د سیمې پولیسو ویلي چې ولادي سلاف ستروژینکوف په سیرپوخوف ښار کې کار کاوه او چاودیدونکي مواد یې ارتودوکس ښوونځي دروازې مخ سره ځای پر ځای کړي وو.

د هغوی په خبره ټپيان روغتون ته وړل سوي، خو د یوه حالت ښه نه دی.

د روسیې د تحقیقاتو کمېټې ویلي، له دې چې د پېښې عامل خپله هم ټپي شوی له هغه نه اوس وخت پوښتنې نه سي کولای.