هلمند : د الجامعة الاسلامیه په نوم یوه لویه دیني مدرسه پرانیستل سوه

May 19, 2022 - 02:39
 28
هلمند : د الجامعة الاسلامیه په نوم یوه لویه دیني مدرسه پرانیستل سوه

هلمند  کې د یو تن سوداګر په شخصي لګښت د الجامعة الاسلامیه په نوم مدرسه تر جوړیدو وروسته پرانیستل سوه.

یاده مدرسه چې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار بولان سیمه کې د  یو تن سوداګر حاجي سیف الله په شخصي لګښت جوړه سوې وه د هلمند د پوهني رئیس مولوي محمد عوض انصاري، د پوهني ریاست اداري مرستیال حافظ عبدالرزاق حکیمي، شیخانو او دیني علماؤ لخوا پرانیستل سوه.

د هلمند د پوهني رئیس مولوي محمد عوض انصاري د یادي مدرسې د پرانیستلو پر مهال وویل: د خوښۍ ځای دی چي په هلمند ولایت کي یوه لویه مدرسه پرانيستل کیږي او زیاته یې کړه چي د ټولو زده کوونکو لپاره اړینه ده چي د سته فرصت څخه پوره ګټه واخلي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

یاده دې وي چې څه موده وړاندې د پوهني وزارت چارواکو هم په ټول هیواد کې د لویو دیني مدارسو د جوړولو خبره کړې وه.